په کندهار کې د ٤٥ زده کونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د ورزش ریاست په مرسته د اتلتيک فدراسيون له لوري د اذان خصوصي عالي لېسې د ٤٥ زده کوونکو ترمنځ په ١٠٠ او ٢٠٠ متره واټن وهلو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې په ١٠٠ متره واټن کې ياسين احمد لومړى، مقدس احمد دويم او ذبيح الله درېيم مقام ترلاسه کړ.
همداراز په ٢٠٠متره واټن کې عابد لومړى، عرفان دويم او عبدالله درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو په ترڅ کې دوه تنه زده کوونکي د کندهار اتلتيک منتخبې لوبډلې ته هم وټاکل شول.
د دغو سياليو موخه په ښوونځيو کې د ورزش پراختیا او ورزش ته د زده کوونکو هڅول دي.
په پای کې د ورزشي مسئولینو او د آذان خصوصي عالي لېسې د مشرتابه او ښوونکو له لوري غوره لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه، مډالونه او انعامونه ورکړل شول.