په لغمان کې د ازادۍ په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کچور لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۶:۵۴
په لغمان کې د ازادۍ په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کچور لوبډلې خپله کړه

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون له لوري د همدې ولایت په مرکز میر حسن بیلې سیمه کې د ازادۍ په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ کچور لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبه د میر حسن بیلې او کچور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کچور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې ددغو سیالیو په پای کې د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې یارانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې، چې دوې شپې به دوام وکړي.

د یادو سیاليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۸
Background image

کابل؛ د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه تايلينډ ته روانه شوه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه تايلينډ هېواد ته روانه شوه.

ياده لوبډله به د دې. . .

BACK TO NEWS