هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش اړوند فوټبال فدراسيون د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د بست او غربي ليسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې غربي لېسې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
دا لیګ چې تګ راتګ لیګ په ډول ترسره کېږي، هره لوبډله پکې ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې ټول لیګ کې ۵۶ لوبې کیږي، چې اوله لوبډله به د زون په سیالیو کې د هلمند استازیتوب کوي او د لیګ تر ټولو اخیره لوبډله به د الف لیګ ته کښته شي.
هېره دې نه وي چې يادې سیالۍ د لښکرګاه پر مرکزي فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي او په پای کې به اتله لوبډله د ياد ولايت په استازولۍ د زون په کچه سياليو کې ولوبېږي.