پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۲۶
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او خواجه خېلو ځوانانو له لوري د‌ مرکز ښرنې په خواجه خېلو سيمه کې د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کاليزې په وياړ، د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د پکتيکا مرکز او ولسواليو د لوبډلو سربېره، د پکتيا او غزني ولايتونو لوبډلو هم ګډون کړی، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ دوې سيالۍ ترسره شوې، په لومړۍ لوبه کې مټاخان ولسوالۍ لوبډلې شمشېر لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه، همداراز په دويمه لوبه کې پايندي کلا لوبډلې عمبر خېلو لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه وه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د ازادۍ ورځې لمانځل او ځوانانو ته سالمې تفریح برابرول دي۰

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS