په غزني کې د کونګفو منتخبه سیالیو پنځه ویشتم پړاو پای ته ورسېد
د غزني ولایت د کونفګو ولایتي لوبډلې د غوراوي پنځه ویشتم پړاو سیالۍ چې د غزني له ټولو کلبونو ۱۰۰ تنو پکې ګډون کړی ؤ، پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو او د بیلابېلو وزن لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره او دوه ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو د پیل په مراسمو کې ولایتي چارواکو، ګڼ شمېر ورزشکارانو، او د ورزش مینه والو ګډون کړی و.
ددې سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش د ځوانانو ته هڅول او د غزني ولایت د کونګ فو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
په پایله کې ۱۶ کسانو د غزني د کونګفو ولایتي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
