په کندهار کې د کیک بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیک بوکسنګ فدراسیون له لوري د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو کې موخه د یاد ولایت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل وو، چې په پایله کې ۱۰ غوره ورزشکاران د یاد ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
هېره دې نه وي، چې دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
