کابل؛ د خپلواکۍ د ١٠٤ کاليزي په ویاړ د کونګفو سيالیو پای
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد د خپلواکۍ د ١٠٤ کاليزي نمانځلو په ویاړ د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د کابل ښار د کونګفو د ټولو کلبونو د نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني او له ٣٢ څخه تر ٨٨ کيلو او وزني کټګوريو کې ورزشکاران سره ولوبېدل.
يادي سيالۍ چې په دوو ميانه او باز ميانه سټايل کې ترسره شوې ١٦٠ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
دغو سياليو چې يوه ورځ يې دوام وکړ موخه يې د کونګفو ورزش وده او د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کاليزي نمانځل دي.
په دغو سياليو کې د مشورتي بورډ غړي سيد مبشر هاشمي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د کونګفو فدراسیون مسوولينو او ورزشکارانو شتون درلود.
په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.
