په هلمند کې د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
د لیګ لومړۍ سیالي د بهیرنورزي او اتفاق لوبډلو ترمنځ وه چې د ۱- ۲ ګولونو په توپیر د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
په یاد لیګ کې د برومند، اتفاق، نوي ځوانان، چاه انجیر، پیروزي، پیکان، ازاد، نوی عمري او بهیر نورزی لوبډلې برخه لري.
یادې سیالۍ د هلمند ولایت د فوټبال د دوه مخکښو پخوانیو لوبغاړو(عبدالقیوم څپاند او عبدالغفور علیزي) په ویاړ د لښکرګاه ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي، چې هره لوبډله یې اته سیالۍ لري.
.د سیالیو موخه په هلمند کې ورزش او فوټبال ته وده ورکول دي.