هلمند؛ مرکزي فوټبال لوبډلې د نادعلې ولسوالۍ د فوټبال ګروپي سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۶
هلمند؛ مرکزي فوټبال لوبډلې د نادعلې ولسوالۍ د فوټبال ګروپي سیالیو اتلولي وګټله

د هلمند ولایت د فوټبال ګروپي سیالۍ چې یوه میاشتې وړاندې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د مرکزي فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د سیالیو پایلوبې ته د عابد او مرکزي فوټبال لوبډلو لاره پیدا کړه، د دوی ترمنځ په ټاکلي وخت کې صفر پر صفر مساوي شوه، د پیناټیو په وهلو مرکزي فوټبال لوبډلې د ۴-۳ ګولونو په توپیر عابد لوبډلې ته ماته ورکړه.

د سیالیو غوره لوبغاړی اسدالله، غوره ګول وهونکی نثاراحمد او غوره ګول ساتونکی انارګل وټاکل شول.

دغه سیالۍ د نادعلې ولسوالۍ په مرکزي فوټبال لوبغالي کې ترسره شوې چې موخه یې د غوره لوبغاړو پېژندل او تشویقول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS