زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د کراټې ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ور وتړل شول

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د نادر استاد په ورزشي کلب کې کراټې فدراسیون استازولۍ له لوري د کراتې ۲۰ تنو ورزشکارانو ته تر ازموینې وروسته د ارتقا کمربندونه او سندونه ورکړل شول.
په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د کراټې ورزشکارانو له لورې په زړه پوري ورزشې نندارې هم ترسره شوې چې د ګډونوالو له خوا تشویق شول.