هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ځوانو استعدادنو د راټولولو په نوم د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د استقلال او څپاند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې څپاند لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ د ګرشک ابوالفتح بُستي عالي لیسې پر ورزشي لوبغالي ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.
