رسنیز بلنلیک

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۹:۲۰

سبا دوشنبه د تلې میاشتې په ۲۴ مه سهار ۷ بجې افغان فوټسال ملي لوبډله او ورسره مل هيئت هیواد ته له بریاوو سره راستیږي.

فوټسال ملي لوبډله توانېدلې ده، چې د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لار ومومي.

په همدې مناسبت د هیواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون نوموړې لوبډلې ته د ښه راغلاست ځانګړي مراسم نیولي دي.

د رسنیو له محترمو استازو په درنښت هیله کوو، چې د یادو مراسمو د پوښښ لپاره سبا سهار ۷ بجې د کابل هوایي ډګر ته تشریف راوړي او یا هم ۸ بجې فوټبال ملي فدراسیون ته راشي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS