په جوزجان کې د جودو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۹:۲۹
په جوزجان کې د جودو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د جودو ملي فدراسیون مسوولينو له لوري د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د اکتوبر ٢٨ مه چې د جودو ورزشي رشتې له نړيوالې ورځې سره برابره ده ونمانځل شوه.

په همدې موخه جوړ شويو مراسمو کې د جوزجان، تخار، کندز، بغلان او سرپل ولایتونو د جودو تر ٣٠ زياتو ورزشکارانو له لوري سيالۍ هم ترسره شوې.

همداراز په همدې مناسبت د جودو ورزشي رشتې روزونکو او لوبڅارانو ته د کوچينګ او ريفرينګ په برخو کې د درېيو ورځو لپاره سمينار هم ورکړل شو، چې تر سمينار وروسته ورته د کوچينګ او ريفرينګ سرټفکيټنونه هم ورکړل شول.

د دې ترڅنګ د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د جودو ملي فدراسیون مسوولينو له لورې د جوزجان جودو کلب په نوم د جودو يو باب کلب هم ګټي اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ورزشي کلب چې د شبرغان ښار بخدي پارک چمن کې د جودو فدراسیون له شخصي بوديجې څخه يو ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى، رسماً پرانيستل شو او د ورزشکارانو په واک کې ورکړل شو.

د اکتوبر ٢٨ مه د جودو ورزشي رشتې له نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې هر کال دغه ورځ د دې فدراسیون د مسوولینو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS