سمنګان؛ ظفر لوبډلې د ايبک ښار د فوټبال غوره ليګ اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۱۸
سمنګان؛ ظفر لوبډلې د ايبک ښار د فوټبال غوره ليګ اتلولي وګټله

د سمنګان ولایت د فوټبال فدراسیون او سپورت ریاست لوري د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې درې میاشتې وړاندې د مرکز ایبک ښار په لوبغالي کې پیل شوې وې؛ تېره ورځ د ظفر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.

د لیګ د پای په مراسمو کې د سمنګان والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي، د یاد ولایت د سپورت رئیس، د فوټبال فدراسیون مسوولینو، د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولینو، دولتي چارواکو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د دې سیالیو پایلوبه د ظفر او پیروزي لوبډلو ترمنځ وه چې په پایله کې د۰-۰ ګولونو په توپیر مساوي پای ته ورسېده؛ خو ظفر لوبډلې د ۳۰ امتیازونو په لرلو سره دا سیالي وګټله او پیروزي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

په پای کې د سیالیو لومړی مقام ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او د سمنګان ولایت د والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي له لوري لس زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.

د دغو سیالیو موخه په سمنګان کې د فوټبال د غوره لوبغاړو پیژندل وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS