بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارباغ سيدان کلي کې د یاد ولایت د واليبال فدراسيون له لوري د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د يولدیزکارګو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د یولدیزکارګو، فیف ستار، قیوم چهچه او حقبردي لوبډلو له یو بل سره سیالۍ وکړې.
په دغو سياليو کې د بلخ ولايت د ورزش مسوولينو، د دغه ولايت د واليبال فدراسيون مسوولينو او په زرګونو تنو نندارچيانو ګډون کړی و.
په پاى لوبه کې د يولديزکارګو د واليبال لوبډلې د فيف سټار لوبډلې ته په دريو میدانونو ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي یې وګټله.
په پای کې د دې سياليو تنظيموونکو لومړی مقام ګټونکې لوبډلې ته يوه غوا او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته سل امريکايي ډالر د ډالۍ په توګه ورکړل.
