زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د فولرزم ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ور وتړل شول
د زابل ولایت د ورزش امریت له لوري د شاجوی ولسوالۍ په نادر فولرزم کلب کې ۱۰ تنو ورزشکارانو ته تر ازموینې وروسته د ارتقا کمربندونه ور وتړل شول.
په دې ورزشي پروګرام کې د یو شمېر ورزشکارانو له لوري جالبې ورزشي نندارې هم وړاندې شوې.
په دې مراسمو کې د زابل ولایت د ورزش او فولرزم فدراسیون مسوولینو او ورزشکارانو شتون درلود.
