د کندز ولایت په ورزشی لوبغالي کې د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د کورش فدراسیون په ګډه همغږۍ د کندز ولایت په کچه ٧٠ تنو پهلوانانو ترمنځ په مختلفو وزنو کې د کورش ازاده سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې د ورزشکارانو د تشویق په موخه هغوی ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې
په یادو سیالیو کې د کندز ولایت د سپورټ ریاست رئیس قاری عزت الله سنان، د کورش فدراسیون رئیس الحاج محمد انور جي او په زرګونو د کورش مینوالو ګډون کړی و.
یاده سیالۍ د هرې اوونۍ په پای کې د خلکو د تفریح په پار نیول کیږي.
