سمنګان؛ په فيروز نخچير ولسوالۍ کې د ٥٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د وزلوبې فدراسيون له لوري د دې ولایت په فيروز نخچير ولسوالۍ د وزلوبې په ميدان کې د خاواک، فيروز نخچير ولسوالیو او مرکز ابيک ښار د ٥٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې لومړى اخر صلاح الدین پهلوان د حلال دايرې ته ورساوه او ٣٥٠٠ افغانۍ جايزه وګټله همداراز دويم اخر اولاق صفت الله پهلوان د فيروز نخچير حاجي قدوس په اس د حلال دايرې ته ورساوه چې ٥ زره افغانۍ جايزه ورته ورکړله شوه.
د يادو سياليو موخه د چاپندازانو ترمنځ سوله، يووالى او د وزلوبې پنځم پړاو غوره ليګ ته چمتووالى دى.
