کندز؛ د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت په مرکز کې د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د دوري په ورزشي لوبغالي کې د مرکز او ولسوالیو د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوه اخر الاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق ذبیح الله پهلوان تر حلال دایرې ورساوه او دویم اخرالاق سمیع پهلوان د حلال دایرې ته ورساوه.
یاده سیالۍ د هرې اوونې په پای کې د کندز ولایت وګړو ته د سالمې تفریح په موخه نیول کیږي.