په سرپل ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۲:۷
په سرپل ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د دې ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو د لسګونو چاپندازنو ترمنځ د لوړو زده کړو ریاست ترڅنګ په یکاب دشت جوار ورزشي میدان کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو موخه د سرپل وزلوبې منتخبې لوبډلې ته د غوره چاپندازانو ټاکل او د هېواد په کچه د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چاپندزانو چمتووالی دی.

په پای کې ۲۰ تنه غوره او پیاوړي چاپندازان د سرپل ولایت وزلوبې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادولو ده، چې د وزلوبې دغه سیالۍ د هرې جمعې په ورځ ترسره کیږي، چې له لیرې سیمو څخه ورته ډېر لیدونکي نندارې ته راځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS