پکتیکا؛ د مرکز ښرنې په غونډو سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ټېپ بال کرکټ فداسیون د نمایندګۍ په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز غونډو سیمه کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د دوست محمد درمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته دوست محمد درمان او ګلاوال لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه وکړه او ټاکلو شپږو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۹۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ګلاوال لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۲۴ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې ددغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی و او په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.