رسنیز بلنلیک
سبا سهار یکشنبه اته بجې د هیواد د سنوکر لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي له قطر هیواد څخه له دوو د برنزو مډالو سره هیواد ته راستنیږي.
د هیواد د ورزش ادارې له خوا ورته یو لړ تشویقي مراسم نیول شوي دي، پر همدې مناسبت د رسنیو له محترمو استازو څخه هیله کوو، چې د یادو مراسمو د خبري پوښښ لپاره سبا اته بجې میدان هوايي ته تشریف راوړي.