زابل؛ قلات کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو یو ورځنۍ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یووالي په نوم د ۲۴ ورزشکارانو او محلي سیلانیانو ترمنځ د لاس چپه کولو یو ورځنۍ سیالۍ وشوې، چې اتلولي یې د استاد مسرور کلب ورزشکارانو وګټله.
ملي او دودیزو لوبو ته وده او ورزش ته هڅول د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شوو.