غلام علي ملکزاده د افغانستان د شطرنج فدراسيون د رئيس په توګه وټاکل شو.

غلام علي ملکزاده د افغانستان د شطرنج فدراسيون د رئيس په توګه وټاکل شو. د شطرنج فدراسيون د رياست ټاکنې چې د ۳۰ استازو په ګډون په کابل کې وشوې اجمل منګل، غلام علي ملکزاده، شمس الحق دراني او ميرويس بهاوي رياست ځانونه نوماند کړي وو. په پايله کې غلام علي ملکزاده د زياتو ريو په ګټلو د څلورو کالونو لپاره د دې رياست مشر وټاکل شو. د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې او ورزش رياست مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي د ټاکنو پروسه له نږدې وڅارله.