د المپیک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبرۍ له خوا په تورخم کې پر سلګونو کډوالو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۲۰
د المپیک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبرۍ له خوا په تورخم کې پر سلګونو کډوالو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د المپیک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبري پلاوي له لوري تورخم ته په یوه ځانګړي سفر کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر شاوخوا ۱۰۰ کورنیو ژمنۍ جامې چې کمپلې، پټوګان او جاکټونه پکې شامل وو؛ ووېشل شول.

په دې سفر کې د المپیک د ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک د ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د المپیک ملي کمېټې اجرایوي رئیس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس عبدالسلام وزیروال، ګڼو ورزشکارنو، اړوندو مسوولانو او د تورخم په عمري کمپ کې د میشتو افغان کډوالو زیات شمېر غړو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست د مشرتابه او ورزشکارانو له خوا د یاد ولایت د ( بټي کوټ، شينوارو او مومندرې ولسوالیو) په بېلابېلو سیمو کې د هېواد د المپيک د ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د مشرتابه پلاوي تود هرکلی وشو.

د هېواد د المپيک او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په انګړ کې د هېواد د سپورټ ادارې وروستيو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل: ((موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې ورزش معیاري او باکیفیته کړو.)) نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې تورخم ته يې د سفر موخه د افغان کډوالو له کورنيو سره د بدني روزنې او سپورت رياست له لوري د بشري مرستو (ژمنۍ جامو) مرسته وه او ډاډ يې ورکړ، چې د هیواد ورزش اداره به ورسره له هېڅ ډول مرستې درېغ ونه کړي.

د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاینده اختري د افغان کډوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د خپل سفر موخه یې د ورزشکارانو او د هېواد د سپورت ادارې له لوري پر بې سرپناه کورنیو د ژمنیو مرستو وېش یاد کړ.

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس عبدالسلام وزیروال له مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل، چې له هغو افغان کډوالو کورنیو سره چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي، مرستې وکړي.

په تورخم کې افغان کډوالو ته د مرستو د وېش د پروګرام په پای کې د افغان کډوالو د خواخوږۍ او ښه راغلاست په موخه د ننګرهار ولایت د ورزشکارانو له خوا د تکواندو او پارکور ښکلې او په زړه پورې نندارې هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS