هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۱:۵۴
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د استقلال په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، پیل شوې.

د سیالیو په الف ګروپ کې اشنا، پښتون، ګرشک، طوفان او مسلم لوبډلې او په بي ګروپ کې ګرشک زلمیان، میوند، اریانا، هلمندي ځوانان او بدري لوبډلې شاملې دي.

یادې ۱۵ اوره سیالۍ چې د ګرشک ولسوالۍ د ګنج لوبغالي کې ترسره کېږي، پنځه ویشت ورځې به دوام وکړي.

په لومړۍ پیل لوبه کې اریانا او میوند لوبډلې سره مخ شوې، چې پچه اریانا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. اریانا لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې ۲۴۸ منډو هدف وټاکه، چې مقابلې لوبډلې په ۶۹ منډو ټول لوبغاړي اوټ او اریانا د لومړۍ پیل لوبې ګټونکې شوه.

د یادونې ده، چې د پیل په مراسمو کې د هلمند ورزشي مسوولینو، لوبغاړو او ننداره چیانو ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS