ننګرهار؛ د ځوانانو او لویانو ترمنځ د سوک وهنې ولایتي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ په لارښونه او همغږۍ د سوک وهنې ولایتي ټاکنېزې سیالۍ، چې د ۶۰ کلبونو د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ په څلورو ګټګوریو کې پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه نن د ځوانانو او لویانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې له دواړو کټګوریو څخه ۱۳ـ۱۳ ورزشکاران په خپلو عمري ډلبندیو کې د ننګرهار منتخبې لوبډلې ته لاره پیدا کړه.
د دې سیالیو لیدلو ته د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال سربېره زیات شمېر مسوولین، استازي، ځوانان او ورزشکاران راغلي وو.
د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
