هرات؛ د ولسوالیو د فوټبال د امتیازي جام ډله‌ییزې لوبې د غوریان ولسوالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۰:۷
هرات؛ د ولسوالیو د فوټبال د امتیازي جام ډله‌ییزې لوبې د غوریان ولسوالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د هرات ولایت د ولسوالیو د فوټبال د امتیازي جام ډله‌ییزې لوبې چې له ۱۹ ولسوالیو او دوه ښارګوټو څخه د ۲۱ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د المپیک ملي کمېټې او ورزش ادارې د مشرتابه په شتون کې د هرات ولایت د فوټبال په لوبغالي کې د غوریان ولسوالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون او بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بدني روزنې او ورزش ریاست د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن بري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړي عبدالرؤوف شیر، د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسؤولینو، لوبغاړو او له دوو زرو څخه زیاتو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ چې د روان کال د لړم میاشتې له ۱۸ نېټې څخه د درې پنځه ټیمه او یو شپږ ټیمه ګروپونو ترمنځ پیل شوې وې؛ پایلوبه یې د زاول ولسوالۍ د عقابانو او د غوریان ولسوالۍ وحدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د غوریان ولسوالۍ وحت لوبډلې د ۱-۰ ګول په توپیر د زاول عقابانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د فوټبال غوره لیګ، د هرات الف لوبډلې او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د ټاکلو او د هرات د ولسوالیو د غوره لوبغاړو د پېژندنې په موخه ترسره شوې.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ هر کال د هرات ولایت د ولسوالیو د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS