لوګر؛ په محمد اغه ولسوالۍ کې د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د دوديزو لوبو مديريت له لوري په محمد اغه ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د ملي او دوديزو لوبو وده ياده شوې ده، چې په پايله کې محمد جان لمړی، محمد نذیر دويم او محمد الیاس درېیم مقام تر لاسه کړ.
هېره دې نه وي چې د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.