خوست؛ د نشه يي موادو پر ضد د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۹:۵۶
خوست؛ د نشه يي موادو پر ضد د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د فوټبال فدراسیون استازولۍ په چوکاټ د لکڼو بدیخېلو سیمې د ځوانانو له خوا د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي موادو پر ضد د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

لومړۍ لوبه د لکڼو منتخبې او پنزایې وحدت کلب ترمنځ وشوه، چې مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې ده، چې د سیالیو پیل مراسمو کې د سیمې مشران، ځوانانو او د ورزش مینه والو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS