خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۶:۰
خوست؛ د ټېپ بال کرېکټ شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون استازولۍ په چوکاټ کې د مرکز اړوند د ډاب کلي ځوانانو له خوا پیل شوې د شمشاد لیګ دویم پړاو سیالۍ سید رقیب لوبډلې وګټلې.

شمشاد لیګ چې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، په ګروپي شکل هرې لوبډلې ۶ لوبې وکړې، چې پایلوبې ته یې سید رقیب او میډیا ایلیون لوبډلې ووتلې. سید رقیب لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۳ منډې هدف وټاکه، چې مقابلې میډیا ایلیون لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۷۳ منډې جوړې او سید رقیب لوبډلې ته یې لوبه وبایلله.

د حکومت او ولس ترمنځ د واټن کمول د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

لوبغاړو ته د بېلابېلو جایزو د ورکړې سربېره، لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۳۵۰۰۰ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۰۰۰۰ افغانیو چیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS