لوګر؛ په څرخ ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پاى ته ورسيدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په څرخ ولسوالۍ کې د "١٤" ټیمونو ترمنځ سیالۍچې يو مياشت یې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
دسیالیو پايلوبه د اتحاد څرخ اوجوانانى شيخان لوبډلو تر منځ ترسره شوه ،چى اتحاد څرخ لوبډلې وکولاى شول۲/۰ ګولونو په توپير سره ياده بريا په خپل نوم کړي.
د ياده ونې وړ ده چې ددغو لوبو غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ور کړل شول.
