په کندز ولایت کې د ۷۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کچه د ۷۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې موخه یې خلکو ته د سالمې تفريح رامنځته کول وو، یوه ورځ یې دوام وکړ او په مختلفو وزنونو کې مختلفو پهلوانانو بریاوې خپلې کړې.
