زابل؛ مرکې کلات ښار کې د توپ ډنډې سيالي ترسره شوه
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له خوا په مرکز کلات ښار کې د ۲ کليو ځوانانو تر منځ د توپ ډنډې سيالي پای ته ورسېده.
ياده سيالي د ملادين او خالا کليو ځوانانو تر منځ ترسره شوه، چې اتلولي يې د خالا ځوانانو په خپل نوم کړه.
ياده دې وي، چې دې سيالۍ يوه ورځ دوام وکړ او موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.
