سمنگان؛ په دره صوف ولسوالۍ کې د کورش سیالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۲۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ، چې دوه ورځې مخکې پیل شوې وې د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو لیدلو ته د دره صوف ولسوالۍ د ورزش امر، د دې ولسوالۍ ولسوال په ګډون زیات شمېر مینوال راغلي وو په پایله کې د جوزجان ولایت ورزشکارانو لومړی، سمنګانو دویم او د کندز ولایت دریم مقام ترلاسه کړ.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ زړه سوی ښودل شوی.
