په لوګر ولايت کې د څلورو ولايتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۲۶
په لوګر ولايت کې د څلورو ولايتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او واليبال فدراسيون د نمايندګۍ له لوري، د څلورو ولايتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې په پايلوبه کې يې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رييس مولوي احمدالله وثيق ګډون کړی و، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د کلنګار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پايلوبې په پيل کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته يې کړه: د ااا د ورزش کلک ملاتړ کوي او د ملاتړ بېلګه یې په چین کې تر سلو د زیاتو ورزشکارانو ګډون او هلته د پنځو مډالونو ګټل دي، دا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې لومړی ځل و چې له افغانستان څخه په دومره لوړه کچه ورزشکارانو پکې ګډون وکړ او دومره مډالونه يې وګټل.

ښاغلي وثيق زياته کړه: دا ورزشکاران چې پر خپل کیفیت کار وکړي او زحمت وباسي، هغه ورځ لرې نه ده، چې یوه ورځ به په ملي او نړۍوالو میدانونو کې لوبېږي او لويې لاسته راوړنې به ترلاسه کوي.

نوموړي همداراز وويل: ورزش د صحت ترڅنګ یوازینۍ هغه وسیله ده، چې ملتونه، قومونه او ان هیوادونه سره نښلوي او د هغوی ترمنځ اړیکې رغوي. ده ورزشکاران ته په خطاب کې وويل: د لوبو پر مهال اسلامي اصول رعایت او د لمانځه د وخت پر مهال خپل لمونځ ادا او بیا لوبو ته ادامه ورکړئ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کلنګار فېروزي لوبډلې خپلې سيالې اتفاق محمد اغه لوبډلې ته د ۳_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په دغو سياليو کې د لوګر، ميدان وردګ، کاپيسا او کابل ولايتونو ۳۰ لوبډلو ګډون کړی او نن پای ته ورسېدې.

په‌ پای کې غوره لوبډلو، لوبڅارانو او لوبغاړو ته کپونه مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS