کونړ کې د د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۹:۳۴
کونړ کې د د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ په مرکز کړه مار سیمه کې د "۱۶" لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال اته اوریزې سوپر لیګ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د تبه کوټ عمري او مکلي ټایګر ترمنځ ترسره شوه، چې تبه کوټ عمري لوبډلې پکې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف کېښود، چې په ځوابي لوبه کې مکلي ټایګر لوبډلې په ټاکل شویو اتو اورنو کې ۹۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې بایلوده.

د دې لوبو د ترسراوي موخه د ځوانانو ترمنځ همغږۍ او یووالی ښودل شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۱۶
Background image

بامیان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ځغاستې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۱۳
Background image

غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو د فوټبال ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو د فوټبال ليګ پيل شو.

د دغو سياليو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۱۲
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عمري ټایګر. . .

BACK TO NEWS