غور؛ فیروزکوه ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د فیروزکوه ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د اتو لوبډلو ترمنځ د ورزش ودې په نوم د فوټبال سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د اتفاق او امید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالۍ په پای د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول.
