ننگرهار؛ فريد کلب لوبډلې د بټې کوټ ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۹:۴
ننگرهار؛ فريد کلب لوبډلې د بټې کوټ ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري په بټې کوټ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د فريد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د فريد کلب او خناني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله خناني لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته ۹۳ منډو هدف کېښود، فريد کلب لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS