دایکندي، خدیر ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د امید مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د یاد ولایت خدیر ولسوالۍ په شلغم سېمه کې د امید مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغوسیالیو پایلوبه کې د امید مهدي لوبډلې خپلې سیالې ازادي سرسنګ لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د نشه یي توکو څخه لرې والی ښودل شوی.