زابل؛ په مرکز قلات ښار کي درمضان جام په نوم دبایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۰
زابل؛ په مرکز قلات ښار کي درمضان جام په نوم دبایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او بایسکل ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز قلات ښار اړوند سحرانې سیمه کې د ۲۰ بایسکل ځغلونکو ترمنځ د ۲۵ کیلو مترو په واټن د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې د ځوانانو کټګورۍ کې سمیع الله لومړی، علي سینا دویم او احمد الله درېیم مقام ترلاسه کړ، همدراز د نویو ځوانانو کټګورۍ کې هارون لومړی، وکیل احمد دوم او محمد یوسف درېیم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د بایسکل ځغلونې ورزش ته وده ورکول یاد شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۳۳
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنیټال جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره ۳ – ۳ مساوي کړه.

دغه سیالۍ کې اکبر کاظمي، رضا حسین پور او فرزاد محمودي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

افغان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۴
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۵ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS