خوست؛ ډاب لوبډلې د " اسماعيل خېلو فوټبال غوره ليگ " سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د " اسماعيل خېلو فوټبال غوره ليگ " سيالۍ د ډاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ډاب او حکيم ارخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ډاب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو ۲۰ ورځې دوام وکړ، چې په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
