دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۱
دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۸۰۰ متري واټن کې او د نوي ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د اتلتیک ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې له ۲۰ ورزشکارانو داوود لومړی مقام، دوست علي دویم مقام او حسن درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځغاستې ورزش وده او پراختیا ورکول، غوره لوبغاړو موندل او د ځوانانو هڅوول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS