بریا مو مبارک شه!
افغان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام او ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندې په دویم پړاو سیالیو کې له هند څخه دویمه لوبه د ۲/۱ ګولونو په توپیر وګټله.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره رحمت اکبري او شریف محمد یو ـ یو ګول ترسره کړ.
تر دې مهاله افغانستان په خپل ګروپ کې ۴ امتیازونه لري. له قطر او کويټ سره د بېرته راتګ یوه ـ یوه لوبه پاتې ده.
