کندهار؛ په وطن ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۹:۴۹
کندهار؛ په وطن ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت په وطن ورزشي جمنازيوم کې د قاسم‌ جان اتل په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو اتلولي مهتاب لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبه د مهتاب او سعادت لوبډلو ترمنځ ترسه شوه‌ او په پايله کې مهتاب لوبډلې خپلې سيالې سعادت لوبډلې ته د ۴_۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ورزشي مسئولینو له لوري کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS