غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اندړ ولسوالۍ میري بازار په ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کوچنی اختر د نمانځلو په موخه د والیبال سیالۍ د قلعه سردار لوبډلې په بریا پیل شوې.
د دغو سیالیو پیل لوبه کې د قلعه سردار لوبډلې خپلې سیالې ګبرو لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي او موخه یې د والیبال ورزش ته وده ورکول و.
