زابل؛ مرکز قلات کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پغمان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۵۳
زابل؛ مرکز قلات کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پغمان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د والیال سیالۍ چې شپږ ورځې مخکې پیل شوې وې، د پغمان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې هریرود، لب دریا، طوفان هریرود او پغمان اتلانو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې د پغمان اتلانو لوبډلې طوفان هریرود لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د زابل د ورزشي آمریت له لوري ورزش‌کارانو ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېده

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ؛ دوه ورځنی تمریناتي کمپ پای ته ورسېده.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS