هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د پوپل بروز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۳۲
هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د پوپل بروز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پوپل بروز او ملي کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پوپل بروز لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه خو ملي کاروان لوبډلې یې په ځواب کې ۱۲۵ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۴۹ منډو په توپیر وبایلله.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د هلمند ولایت د ورزش آمز، ورزشي مسؤولانو، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د ځوانانو د تشویق او پرمختګ په موخه ترسره شوې چې په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکېل، دویم مقام ګټونکې ته یو عراده بایسکېل او نور ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS