میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ د شه.ید غلام نجیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت د چک ولسوالۍ په سیاب دره کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزی سیالۍ د شه.ید غلام نجیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د شـ. هید غلام نجیب او سیاب ځواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شهـ. ید غلام نجیب لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په ګټلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول ، د ځوانانو ترمنځ یووالی و، چې په پای کې لومړي مقام ته موټر سایکل، دویم مقام ته موبایلونه او د تورنمنټ غوره لوبغاړو ته ځینې نورې ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
