کابل؛ د هیواد په کچه د باسکټبال ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ شپږم پړاو ښوونییز ورکشاپ پیل شو
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د باسکټبال ملي فدرا سیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د باسکټبال ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ شپږم پړاو ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
په دغه ورکشاپ کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند باسکټبال ملي فدراسیون مسوولینو، د ټولیزو ورزشونو او سیالیو ترسره کولو امرینو د سوېډن هېواد د باسکټبال ورزش برخې لوبڅار جلیل بارکزي په ګډون ۳۰ تنو لوبڅارانو ګډون کړی و.
په دغه ښوونیز ورکشاپ کې د کابل په ګډون د ننګرهار، کندهار، هرات، غزني، بامیان، بلخ، خوست، تخار، سمنګان او غور ولایتونو ۳۰ لوبڅارانو، چې ۱۵ یې له کابل او ۱۵ له ولایتونو څخه وو ګډون کړی و.
هېره دې نه وي دغه ښوونیز ورکشاپ د سوېډن هېواد د باسکټبال ورزش برخې لوبڅار جلیل بارکزي له لوري وړاندې کېږي، درې ورځې به دوام وکړي او موخه یې د لوبڅارۍ درېیمه درجه سند ورکول دي.
